یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان: بین الافغاني مذاکراتو ته مو د ځانګړي شوي پلاوي لېست بشپړ کړی دی

طالبان: بین الافغاني مذاکراتو ته مو د ځانګړي شوي پلاوي لېست بشپړ کړی دی

طالبان وايي بین الافغاني مذاکراتو ته یې د ځانګړي شوي پلاوي لېست بشپړ کړی دی. د وسله والو طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي اسوشټېډ پرېس ته ویلي دوی هغه لېست نهايي کړي چې له مخې به یې د طالبانو پلاوی په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخلي. د سرچینې په خبره دغه پلاوی پوره صلاحیت لري او په بین الافغاني مذاکراتو کې له پوره واک سره ګډون کوي. په دغه لېست کې د راغلو کسانو نومونه له رسنیو سره نه دي شریک شوي. تر دې وړاندې هم طالبانو ویلي وو چې د قطر دفتر یو پلاوی او د طالبانو د رهبري شورا ځینې غړي به د ملا هبت الله تر لارښونه او د عباس ستانکزي تر مشرۍ لاندې په بین الافغاني مذارکراتو کې ګډون کوي. هېره دې نه وي چې تر دې دمه افغان حکومت او یا هم طالبانو د بین الافغاني خبرو د پيل کره نېټه نه ده په ډاګه کړې او ویل کېږي چې د طالب زندانیانو نه خلاصون د خبرو د نه پیلېدو ستر لامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: