شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان: د بندیانو د خلاصون پروسه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده

طالبان: د بندیانو د خلاصون پروسه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې د بندیانو خلاصون پروسه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. اعلامیه کاږي، چې یوه داعشي ډله د افغان حکومت د استخباراتو، ځینې نظاميانو او دغه راز د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدونکي موټر برید وکړي. طالبان وایي، افغان حکومت په دې جنایت سره غواړي چې له یادو زندانیانو غچ واخلي او د سولې پروسه ناکامه کړي. طالبانو په یاده اعلامیه کې څرګنده کړې چې دوی په دې اړه جدي اندېښنه لري او له ښکېلو لوریو غواړي چې د دې ګواښ مخنیوي لپاره اړین او بېړني اقدامات وکړي او کنه د تېروتنې په صورت کې به هغه اړخونه مسوول وي چې په دې برخه کې یې غفلت کړی وي. د یادونې ده چې ولسمشر غني په وار وار د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کېدو انکار کاوه او دا چاره یې تر خپل مسوولیت لوړه ګڼله خو په دې تړاو جوړې شوې لویې جرګې د بندیانو خوشې کېدو سره توافق وکړ او ولسمشر هم د هغوی د خلاصون فرمان صادر کړ چې په هېواد دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو.

يوه تبصره

  1. Valuable іnformation. Lucky mе to discover your sote bү accident, and I’m shocked ԝhy this twist of fate dіdn’t tookрlace еarlier! I saved it.My web-site; earthing shoes

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: