چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان غواړي پر شخصي کمپنیو، موسساتو، انجوګانو او شرکتونو نفوذ ولري

طالبان غواړي پر شخصي کمپنیو، موسساتو، انجوګانو او شرکتونو نفوذ ولري

طالبان غواړي پر شخصي کمپنیو، موسساتو، انجوګانو او شرکتونو نفوذ ولري. ار ټي روسي رسنۍ وایي د طالبانو د رهبرۍ شورا تازه پرېکړه کړې چې په ټول افغانستان کې باید موسسات، شخصي کمپنۍ، انجوګانې، شرکتونه او نور بنسټونه ددوی تر اغېز او نفوذ لاندې وي. د سرچینې په خبره طالبانو ویلي چې ځینې یاد شوي بنسټونه د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد دي چې باید دوی یې کنټرول کړي. یاده روسي رسنۍ وایي طالبان په دې توګه غواړي چې ډېری موسسات او کمپنۍ ورسره ثبت شي او ددوی تر امر لاندې کار وکړي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو تر دې وړاندې هم ځینو کمپنیو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی و او ګواښونه یې ورته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: