طالبانو ویلي چې په فراه او نیمروز ولایتونو کې يې له خپلو بند خونو ۳۸ تنه امنیتي ځواکونه خوشي کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بندیانو خلاصون په لړ کې یې پرون په فراه او نیمروز ولایتونو کې ۳۸ تنه عسکر خوشي کړل. هغه زیاته کړې چې هر یوه خوشي شوي بندي ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړل.
