چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وايي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد یې وکاروي

طالبان وايي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد یې وکاروي

طالبان وايي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد یې وکاروي. یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه راپور هم رد کړی دی چې ویلي وو په افغانستان کې لا هم د القاعده په ګډون ۱۲ وسلوالې ډلې فعالیت کوي. یاده ډله دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خبر ورکړی وو چې القاعده ډله د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې په پټه فعاليت کوي او د يادې ډلې مشر ایمن الظواهري هم په دغه هېواد کې دی. د یادونې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې یوه برخه کې ژمنه شوې وه چې طالبان به له القاعده او بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: