په قبایلي سیمو شمالي وزیرستان او باجوړ ایجنسیو کې په پوځ بریدونه شوي.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو ته په یوه پېغام کې لیکلي چې تېره ورځ د دوی ملګرو د شمالي وزیرستان میرعلی تحصیل د ګلشن اډې تر څنک پر پېدل ګزمه کوونکو عسکرو باندې برید ترسره کړی چې د ده په وینا په برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور ژوبل شوي چې وروسته بیا مړي او ټپیان د هیلي کوپتر په واسطه د جنګ له ساحي څخه بل ځای ته انتقال شوي.
محمد خراساني لیکلي چې ملګرو یې دویم برید د باجوړ ایجنسۍ تحصیل واړه ماموند په بانډه ګۍ سیمه کې په ګزمه کوونکو پوځیانو ترسره کړی چې پکې دوه پوځیان مړه او دوه ژوبل شوي.
د دې ترڅنګ یې دا هم ویلي چې له دغو بریدونو وروسته پوځ په سیمه کې د عامو وګړو د تنګولو لړۍ پېل کړې.
دا په داسې حال کې چې تېره میاشت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه قبایلي سیمې شمالي وزیرستان ته د یو سفر په ترڅ کې ویلي و چې سیمه کې یې امن ځای پرځای کړی او سیمه یې له طالبانو پاکه بللې وه.