چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / عباس ستانکزی: هبت الله اخندزاده د حکومت سره د مذاکرې لپاره ۲۰کسېزه پلاوی ټاکلی

عباس ستانکزی: هبت الله اخندزاده د حکومت سره د مذاکرې لپاره ۲۰کسېزه پلاوی ټاکلی

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې خبرو ته تیار شي.

ستانکزي ویلي چې د سولې خبرې هره ګړۍ پيلېدلائ شي.

ستانکزي دا خبرې نن (د اګسټ په ۲۶مه) په اسلام‌اباد کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له حکومت سره د مذاکرې لپاره ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

شېر محمد عباس ستانکزی د مذاکرو د پلاوي مشر دی. او د د پلاوي یو غړی انس حقاني دی.

په همدې حال کې د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړي نادر نادري هم رسنوی ته ویلي چې دوی هره ګړۍ د خبرو پیل ته تیار دي.

نادري ویلي چې د مذاکرو د پیل لپاره د سولې په مشورتي جرګه کې او د افغانستان د نړیوالو همکارانو ځینې غوښتنې مطرح شوي چې باید یې مقابل لوری ترسره کړي ترڅو خبرې پیل شي.

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: