پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عبدالسلام حنفي:خبرې ختمې دي،د سولې هوکړه یوازې لاسلیک ته په تمه ده

عبدالسلام حنفي:خبرې ختمې دي،د سولې هوکړه یوازې لاسلیک ته په تمه ده

د طالبانو د قطر دفتر غړي وایي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک شي. په قطر کې د طالبانو ددفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې له امریکایانو سره د سولې هوکړې ټول موارد بشپړ شوي دي، خبرې ختمې دي او هوکړه یوازې لاسلیک ته په تمه ده. دده په خبره ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر پایه پورې دغه هوکړه لاسلیک شي. د نوموړي په وینا د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې به د ګاونډیو هېوادونو، امنیت شورا او ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي. حنیفي وایي چې د سولې هوکړې تر لاسلیک مخکې به تاوتریخوالی کمېږي او تر لاسلیک وروسته به د طالبانو پنځه زره بندیان ازادېږي، بهرني ځواکونه به وتل پیلوي او طالبان به هم د افغان حکومت زر کسه بندیان خوشي کوي. حنفي د بین الافغاني خبرو په اړه هم ویلي چې دا خبرې به له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته پیلېږي. دده په خبره کله چې د طالبانو بندیان ازاد شي ورپسې به جوخت بین الافغاني خبرې پیلېږي خو ددغه خبرو د ځای ځایګي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: