سه شنبه , اګست 4 2020
کور / خبرونه / عبدالله: طالبانو سره د موقت حکومت په جوړېدو خبرو ته چمتو یو

عبدالله: طالبانو سره د موقت حکومت په جوړېدو خبرو ته چمتو یو

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي تیار دی چې د سولې لپاره له طالبانو سره د موقت حکومت پر جوړېدو بحث وکړي. د امریکا غږ انګلیسي څانګې په یوه راپور کې ویلي ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي. نوموړي ویلي افغان حکومت او طالبانو ته په کار ده چې پر خپل دریځ ډېر کلک و نه درېږي بلکې په خپلو افکارو کې دې نرمښت راولي. هغه ویلي که طالبان د سولې لپاره د موقت حکومت شرط اېږدي نو دوی تیار دي چې په دې اړه بحثونه ورسره وکړي. ډاکټر عبدالله همدا راز سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب بللې ده او په خبره یې په دې برخه کې به د نړیوالو په ملاتړ چټکه هڅه کوي. هغه د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی او په خبره یې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه باید راکمه کړل شي او د سولې لپاره دې د باور فضا پیاوړې شي. دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت لوړپوړی چارواکی د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره تیاری ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: