جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / عراق: ایتلافي ځواکونو تاجي پوځي اډه عراقي پوځ ته وسپارله

عراق: ایتلافي ځواکونو تاجي پوځي اډه عراقي پوځ ته وسپارله

د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونه د اګست پر ۲۳مه د عراق له تاجي پوځي اډي څخه ووتل او دا یې عراقي پوځیانو ته وسپارله.

څو میاشتې وړاندې له بغداده ۲۰ کلومیټره لیرې پر دې اډه د ایران ملاتړ لرونکیو ملیشو راکټي بریدونه کړي وو چې هدف یې د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونه وو.

ایتلافي ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې د دوی د ځواکونو وتل د عراق له حکومت سره د اوږد مهاله پلان یوه برخه ده.

بیان زیاتوي چې په تاجي اډه کې پخوا د ایتلافي ځواکونو تر دوو زرو پورې غړې وو چې پکې زیاتره سږکال د ګرمۍ په موسم کې وتلي دي.

د ایتلافي ځواکونو د وتلو دا خبره له هغې څو ورځې وروسته مخې ته راغلې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په عراق کې د پاتې پوځیانو د اېستلو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کړې وو.

2 تبصرې

  1. love it although it is a bit small… excellent service from the Seller!!

  2. very pleased with this product

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: