یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عمران خان: د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده

عمران خان: د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی په دې برخه کې پراخې هڅې کوي. عمران خان واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکنه کې د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې کړې دي. دده په وینا پاکستان له دې پروسې سره هر اړخیزه مرسته کړې ده او د امریکا په څېر نه غواړي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه اوږده شي. عمران خان ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې پاکستان د افغان سولې د پروسې پوره ملاتړ کوي او په دې برخه کې لا ډېرو اسانتیاوو راوستو ته ژمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: