سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غزني: وسله والو طالبانو ۱۵ پاڅونکونکو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني: وسله والو طالبانو ۱۵ پاڅونکونکو ته مرګ ژوبله اړولې

په غزني کې ۱۵ پاڅونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده تېره شپه ناوخته د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د کرو سای په سیمه کې د دولت وسلوالو مخالفینو د سیمه ییزو پاڅونوالو په یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې د یادي پوستې ۶ تنه پا څونکونکي وژل شوي او د قومندان ظفر په ګډون ۹ تنه نور يي ټپیان شوي دي.
نوموړى وايې ټپيان د درملني له پاره روغتون ته ليږدول شوي چې اوس فعلآ يي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دى.
هغه وايې په یاده نښته کې وسلوال طالبان ته هم تلفات اوښتي ؛ خو د دقیق شمیر په اړوند يي تر اوسه معلومات نشته.
هغه دا هم وويل چې په یاده نښته کې ملکي کسان ځاني او مالي زیان نه لري
طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: