د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې غزني ولایت کې یو سرتېري له ډېرې تندې ساه ورکړې ده. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې د غزني ولایت اړوند ارزو سیمه کې یو سرتېري د تندې له امله ساه ورکړې ده. هغه ویلي چې په یاده سیمه کې د امنیتي سرتېرو یوه پوسته له څو اوونیو راپدېخوا د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې ده او هلته مېشت سرتېري له لوږې او تندې سره مخ دي. کامراني زیاته کړې، وروسته تر هغه چې یاد سرتېری مړ شوی دی ملګري یې د اوبو راوړلو پسې له پوستې راوتلي او طالبانو له ځان سره بیولي دي. خو سیمهییز خلک بیا وایي چې د خوراکي توکو او اوبو نه رسېدو له امله د یادې پوستې شپږ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
