جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غني: د دوحې هوکړه د امریکا او طالبانو خپله ده

غني: د دوحې هوکړه د امریکا او طالبانو خپله ده

ولسمشر غني پرون ناوخته په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت اوربند او سولې ته ژمن دی او طالبان دې هم له اوربند وېره نه لري بلکې له افغان حکومت سره دې سوله وکړي. ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د افغانستان سوله سیمه ییزه اجماع لري او نړیوال له افغان حکومت سره ولاړ دي چې طالبان باید دا حقیقت درک کړي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی او په خبره یې د ولس غوښتنې ته دې درناوی وکړي، اوربند دې وکړي او له اوربند دې وېره نه لري. ولسمشر غني د طالبانو او امریکا هوکړې ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت په دغه هوکړه کې نه دی شامل او طالبان باید دا مسئله درک کړي چې دوی له افغانانو سره خبرې کوي او د دوحې هوکړه د طالبانو او امریکا هوکړه ده چې افغان حکومت یې په موادو کې دخیل نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: