جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غني د عمران خان سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي

غني د عمران خان سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي

ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ټليفوني اړیکې له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند د ټينګښت په اړه خبرې کړې دي. په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، دوی په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي. ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دراتلونکې دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: