دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / بين المللي / فرانسه: د یو برید په ترڅ کې درې پولیس افسران وژل شوي

فرانسه: د یو برید په ترڅ کې درې پولیس افسران وژل شوي

فرانسوي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې درې پولیس افسران په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې یو بل پولیس افسر ټپي شوی هم دی. چارواکي وایي، دا پولیس افسران په داسې حال کې د یو وسله وال کس تر برید لاندې راغلل چې هڅه یې کوله د ماسیف په نامه یو غرني کلي کې د کورني تاوتریخوالي قضیه کې د یوې ښکېلې ښځې مرستې ته ځان ورسوي. فرانسوي چارواکو زیاته کړې چې تر اوسه د پېښې څرنګوالی جوت نه دی خو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: