جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / فراه: چارواکي وایي قلعه ګاه ولسوالۍ کې یې ۵ وسلوال وژلي

فراه: چارواکي وایي قلعه ګاه ولسوالۍ کې یې ۵ وسلوال وژلي


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي ۵ وسله‌وال طالبان په قلعه ګاه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمت‌الله احمدي رسنیو ته ویلي، وسله‌والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو حملې پلان کړې وې.

ښاغلی احمدي زیاته کړې: “د دوی حملې د هوايي ځواک په ملاتړ د ملي اردو د اتل پرسونل له‌خوا شنډ کړای شوي چې په نتیجه کې یې د (طیب صابر) د ډلې اړوند پنځه ترورېست طالبان وژل شوي او په دغو ساحو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له‌خوا د دوی درې سمڅې هم ویجاړې کړای شوې دي.”

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه چې نن سهار شوې، تبصره نه‌ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: