چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتلو کمپاین پیل شوی

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتلو کمپاین پیل شوی

د امریکا په دریو ایالاتونو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره پراخ کمپاین پیل شوی دی. دغه کمپاین چې د امریکا د محافظه کار ګوند غړو او یوه غیر انتفاعي بنسټ له لوري پیل شوی، هدف یې دادی چې امریکایي ولس وهڅوي څو پرخپلو مشرانو فشار راوړي چې افغان جګړه پای ته ورسوي او سرتیري خپلو کورونو ته ورستانه کړي. د یواعشاریه پنځه میلیون ډالرو په لګښت دغه کمپاین به په واشنګټن کې په انلاین ډول هم پیل شي. د کمپاین ګډونوال د امریکا پخواني حکومتونه ګرم بولي چې د افغان جګړې په تړاو یې ولس ته دروغ ویلي او په یوه بې هدفه جګړه کې یې د زرګونو امریکایانو ژوند قرباني کړی دی. د کمپاین غړي وایي، له دې لارې به د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ ته وریاده کړي چې په ۲۰۱۶ کال کې دافغان جګړې دپای ته رسولو ژمنه پوره او سرتیري هېواد ته ستانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: