چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی

له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی

له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو او تاوتریخوالي کمولو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. پمپیو ویلي چې ډېر ژر به افغانان د دایمي سولې او ثبات شاهدان وي. له دې سره جوخت ولسمشر غني په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغانان سولې ته نږدې شوي دي او په خبره یې افغان حکومت د سولې په برخه کې د تازه پرمختګونو هرکلی کوي. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم له پمپیو سره د خبرو پر مهال د امریکا له هڅو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسول شي. ولسمشر غني پر دې هم ټینګار کړی چې ژر به د سولې بین الافغاني خبرې پيلېږي او دوی به دغه بهیر په خورا سمه توګه مدیریت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: