چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / بين المللي / مارک میلي: روسیې په افغانستان له طالبانو سره د پیسو او وسلو په برخه کې همکاري کوله

مارک میلي: روسیې په افغانستان له طالبانو سره د پیسو او وسلو په برخه کې همکاري کوله

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي روسیې په افغانستان کې طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکارې کوله خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښیيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو لپار کوله.


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارک میلي دغه څرګندونې د کانګریس غړیو ته د پنجشنبې په ورځ جولاۍ نهه (چنګاښ۱۹) په یوې محرمې غونډې کې کړیدي.


جنرال مارک میلي او د دفاع وزیر ماکر اسپر د کانګریس غړیو ته ویلي چې امریکا لا هم پدې هکله معلومات راټولوي چې آیا روسیې په ریښتیا طالبانو سره د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر همکاري کوله که نه.


مارک میلي د ګانګریس غړیو ته وویل ” که معلومه شي چې روسیې په امریکایي عسکرو د بریدونو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دا به ډیره غټه مسئله وي.”


څو ورځې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ځینو استخباراتي چارواکو له خولې، چې نومونه یې اخیستل شوي نه وو، راپور ورکړی و چې روسیې طالب جنګیالیو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام وړاندې کړی و او دا موضوع د فبروري په میاشت کې له جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره هم شریکه شوې وه.


خو سپینه ماڼۍ ښاغلي ټرمپ ته ددغو معلوماتو له ورکولو انکار کوي او وايي دغه استخباراتي معلومات په بشپړ ډول تائید شوي نه وو چې جمهور رئیس ته ورکړل شوي وای.


د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال جان نکلسن چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو قوماندان و هم ویلي چې روسیې پخوا طالبانو ته
” پریمانه” وسلې ، تجهیزات او پیسې ورکولې خو جنرال نکلسن وایي روسیې دا کار په خورا احتیاط کاوه او نه یې غوښتل چې “د جګړې بدلوونکي ” نقش ادا کړي.


دغه امریکایي جنرال وایي طالبانو د روسیې نه هوا ته د ځمکې نه د واریدونکو توغندیو ورکولو غوښتنه کړې خو روسیې د طالبانو دا غوښتنه رد کړله.


مسکو او طالبانو هم دا خبره رد کړې ده چې ګنې روسیې وسله والو طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پېسې او جایزې ورکولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: