دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ماسټر: ټرمپ افغانستان کې د سولې پروسې پر پیلولو ستره تېروتنه کړې

ماسټر: ټرمپ افغانستان کې د سولې پروسې پر پیلولو ستره تېروتنه کړې

د امریکايي حکومت پخوانی لوړپوړی چارواکی وايي د ټرمپ د تېروتنو له امله ددې احتمال شته چې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې تر پېښې خونړۍ او خطرناکه پېښه رامنځ ته شي. د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر چې له ټرمپ سره یې د سیاسي اختلافونو له امله استعفا ورکړه وایي، ټرمپ له افغانستان د سرتېرو په ایستلو او دغه راز د سولې پروسې په پیلولو ستره تېروتنه کړې ده. دده په خبره د کافي فشار د نه موجودیت له امله به د سولې پروسه بریا ته و نه رسېږي چې دا مسئله به نه یوازې افغانستان او سیمې بلکې ټولې نړۍ ته خطرونه جوړ کړي. مک ماسټر په خپله تازه مرکه کې د خپل کتاب په اړه هم معلومات ورکړي او په خبره یې په دې کتاب کې یې د نړۍ پر امنیت او تر ډېره د افغانستان او شمالي کوریا پر مسایلو تمرکز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: