شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / محسن داوړ: قومي اسمبلۍ کې علي وزیر ته کرونا وایرس ورپورې شوی

محسن داوړ: قومي اسمبلۍ کې علي وزیر ته کرونا وایرس ورپورې شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د قومي اسبلۍ غړی علي وزیر په کورونا وایرس اخته شوی دی.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی، چې په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ علي وزیر ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

محسن داوړ وایي، د هغه روغتیایي حالت ښه دی او احتیاطي تدابیر یې خپل کړي دي.

تر دې مخکې د اسمبلۍ سپېکر او د تحریک انصاف غړی اسد قېصر، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی کامران بنګش او د سند ایالت ګونر عمران اسماعيل هم په کورونا وایرس اخته شوي وو.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکې، سرکاري ويب سایټ ليکلي چې د مې تر دولسمې پورې په ټول هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېره دوه دېرش زره، شپږ سوه او څلور اويا ته رسېدلی ده، او ۷۲۴ ترې مړه شوي او ۸۵۵۵ نور بیا له دې وبا رغېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: