سه شنبه , جنوري 19 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مزار شریف: د حیرتان لارې په ریل پټلۍ مؤظف پولیس وژل شوی

مزار شریف: د حیرتان لارې په ریل پټلۍ مؤظف پولیس وژل شوی

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایي وسله‌ والو بریدګرو د مزار شریف حیرتان په لویه لار کې یو افغان پولیس وژلی او یو ازبکستاني تبعه‌ کاریګر یې ټپي کړی دی.

هغه وویل بریدګرو نن سهار د افغانستان د عامه ساتنې یو پولیس چې د حیرتان د رېل پټلۍ په پروژه کې مؤظف و وواژه او د دغې پروژې یو ازبکستانی کارګر یې ټپي کړ.

عادل وویل ازبکستانی کارګر د درملنې په هدف د ازبکستان ترمز روغتون ته انتقال شوی دی.

دا سږ کال د حیرتان د رېل پټلۍ په کارګرو لومړنی برید بلل شوی دی.

چا تر اوسه د برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې اورګاډي له ازبکستانه-مزار شریف ښار ته تجارتي مالونه وړي راوړي.

3 تبصرې

  1. I loved my Tissot T-Sport watch.

  2. play casino http://onlinecasinosks.com/ – slots online casino online online slot games

  3. Do you mind if I quote a couple of your articles as long as I provide credit and sources back to your website? My website is in the very same niche as yours and my users would genuinely benefit from a lot of the information you provide here. Please let me know if this alright with you. Many thanks!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: