دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه د نورو طالب بندیانو د ازادولو خبر ورکړی

ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه د نورو طالب بندیانو د ازادولو خبر ورکړی

د افغانستان ملي امنیت شورا تازه په خپله ټویټر پاڼه د نورو طالب بندیانو د آزادولو خبر ورکړی.

دغې شورا په خپلت ټویټر پاڼه لیکلي چې خوشې شوي بندیان له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې په پروسه کې د ښه نیت په هدف له بند څخه ازاد شوي دي.

په دې ټویټ کې ویل شوي طالب بندیان تر دا مهاله په ۱۸ ولایتونو کې خوشې شوي.

دغه شورا په خپل نوي تویټ کې د تازه بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی، که څه هم د تازه خوشې شویو طالب بندیانو د شمېر په اړه څه نه‌ دي ویل شوي خو د ټولو ازادو شویو بندیانو شمېر ۵۵۰ ښودل شوی .

د دې ټویټ په حواله ازاد شوي زندانیان د هغوی عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام سره د کرونا ویروس سره د ښې مبارزې او د سولې پروسې د پرمختګ په نیت خوشې شوي دي.

په دې ټویټ کې دا هم ویل شوي چې دا لړۍ به د هېواد په کچه دوام مومي، څو د ولسمشر له فرمان سره سم تر ۱۵۰۰ پورې طالب بندیان ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو هم د افغان حکومت ۶۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې ټول خوشې شوي بندیان د افغان حکومت کسان دي هغه څه چې بیا د افغانستان د امنیت شورا بې‌اساسه وباله او ویې‌ ویل چې د طالبانو له لوري په ازاد شویو بندیانو کې یوازې ۱۹ کسان افغان پوځیان دي او پاتې نور یې ملکي او د دولت مأمورین دي.

د افغان حکومت له لوري د بندیانو خوشې کېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې هغه څه چې بیا طالبانو یې په اړه رد ځواب ویلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د موافقې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي دي چې حکومت د کرونا ویروس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، شاهین ویلي په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه‌ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: