چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ملي دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

ملي دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

ملي دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ددغه ډلې خوشي شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، افغان حکومت پر ژمنو عمل کړی دی، د طالبانو زندانیان یې خوشي کړي دي، اورکم یې مراعات کړی دی او بین الافغاني خبرو ته یې بشپړ تیاری نیولی دی، خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. خالد وایي طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې ددغه ډلې بریدونه د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل، دوی سولې ته تیار دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره جګړې ته هم ادامه ورکوي. خالد د طالب زندانیانو په اړه دا هم وویل چې ددغه ډلې خوشي شوي بندیان بېرته د جګړې لیکې ته ستانه شوي دي او ان ځینې یې وژل شوي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: