چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / مکینزي: له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت نه دی

مکینزي: له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت نه دی

امریکایي جنرال وایي تر اوسه لا ددې وخت نه دی چې امریکا دې خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان وباسي. د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېت مکینزي په تازه څرګندونو کې ویلي دي طالبانو تر اوسه هغه ژمنې نه دي عملي کړې چې د دوحې په هوکړه کې راغلې دي. دده په خبره طالبانو دداعش پر وړاندې اقدام کړی دی، خو له القاعده شبکې سره اړیکې لري، پر امریکایي ځواکونو یې بریدونه درولي دي، خو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. مک کینزي وایي طالبان پر امریکا نه دي ګران، خو طالبانو امریکا ته خطر نه دی جوړ کړی، بلکې هغه ډلو جوړ کړی چې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي. نوموړي دغه ډلې داعش او القاعده شبکه یادې کړې دي. دغه لوړپوړي امریکایي نظامي ویلي زموږ حضور او وتل باید له حالاتو سره تړلي وي او همدا چې له افغانستان امریکا او متحدینو ته یې خطرونه ختم شول باید د امریکايي ځواکونو د بشپړو وتلو پرېکړه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: