جمعه , اګست 14 2020
کور / خبرونه / افغانستان / میک:مالیه وزارت کې پراخ فساد موجود دی

میک:مالیه وزارت کې پراخ فساد موجود دی

د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی. میک په یوه راپور کې ویلي دي چې لا هم د افغانستان د ګمرکونو عواید د زورواکو او با نفوذه کسانو جیبونو ته ځي او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې فساد موجود دی. دغه اداره اندېښنه ښيي چې که حکومت د ګمرکي عوایدو د ټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي، شفافیت رامنځ ته نه کړي نو د فساد لوړېدونکې کچه به خطرناکه وي. تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم د افغانستان په بېلو برخو کې د فساد راپور ورکړی دی. د میک د راپور په اړه د مالیې وزارت بیا ویلي چې دوی د راپور هرکلی کوي او هڅه کوي له دې راپور په استفادې په خپلو چارو کې اصلاحات راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: