جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ناټو وایي دوی له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو سبب ګرځي

ناټو وایي دوی له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو سبب ګرځي

ناټو وایي دوی له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو سبب ګرځي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه د ناټو د دوه ورځنۍ جلسې د لومړۍ ورځې په پای کې ویلي چې ناټو د امریکا د سولې له هڅو ملاتړ کوي. دده په خبره هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو سبب شي ددوی له ملاتړه به برخمن وي. سټولټنبرګ پر طالبانو هم غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د ناټو عمومي منشي همدا راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې او په وینا یې ناټو ځکه خپل سرتېري په افغانستان کې کم کړل چې دغه ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پوره وړتیا لري او ناټو به یې هم ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: