چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ناټو وایي روان ۲۰۲۰ کال به د افغان سولې په برخه کې ښه خبرونه ولري

ناټو وایي روان ۲۰۲۰ کال به د افغان سولې په برخه کې ښه خبرونه ولري

ناټو وایي روان ۲۰۲۰ کال به د افغان سولې په برخه کې ښه خبرونه ولري. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي د افغان سولې په اړه تر بل هر وخت غوره فرصتونه موجود دي. نوموړي ویلي چې د سولې په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې ده او روانې شوې هڅې تر یوې کچې پایلې ته رسېدلې دي. نیکولاس کې همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې دایمي ثبات یوازې او یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي او په دې باید د جګړې ښکېل لوري باور ولري. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې او سوله به جګړه د تل لپاره ختمه کړي. نیکولاس کې داسې مهال پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي چې طالبان لا هم له امریکا سره پایلې ته نه دي رسېدلي او په خبره یې څو چې له امریکا سره مسئله یو اړخیزه شوې نه وي له افغان لوري سره مذاکرات نه پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: