جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ناټو: په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده

ناټو: په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده

ناټو وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي په کار وه چې طالبانو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي کچه کمه کړې وای. دده په وینا برعکس په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې او د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. نوموړي همدا راز ویلي چې د افغان حکومت له لوري د زندانیانو د خلاصولو لړۍ روانه ده خو یو شمېر زندانیان دي چې هغه په لومړي سر کې نه خوشي کېږي. دده په وینا دغه زندانیان ددوی تېر ته په کتو او د یو شمېر نورو تخنیکي ستونزو له امله اوس نه خوشي کېږي بلکې پر خلاصون به یې د سولې خبرو په نورو مراحلو کې بحثونه کېږي. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې ناټو غړي هېوادونه د افغان سولې بشپړ ملاتړي او همکاران دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: