یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / نبیل:افغان حکومت په لوی لاس هڅه کوي چې د سولې پروسه وځنډېږي

نبیل:افغان حکومت په لوی لاس هڅه کوي چې د سولې پروسه وځنډېږي

افغان حکومت په لوی لاس هڅه کوي د سولې پروسه اوږده شي او بین الافغاني خبرې وځنډېږي. د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي حکومت د سولې اړوند ضد او نقیضې څرګندونې کوي، پر ژمنو عمل نه کوي او په لوی لاس غواړي دغه پروسه وځنډېږي. د نبیل په وینا طالبان هم په دې لټه کې دي چې پروسه وغځېږي او جګړې ادامه پیدا کړي. د ملي امنیت پخوانی رییس وایي چې د افغانستان په سوله کې بهرنیان مداخله کوي نو ځکه هېڅ لوری هم د جګړې د پای او سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه اوچتوي. دی زیاتوي چې حکومت د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د ناکامېدو په هیله دی او تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر به د طالبانو په اړه بېل دريځ ولري. نوموړی وايي ټرمپ طالبانو ته په سیمه کې ډېر اهمیت ورکړ، دغه ډله ځان پیاوړی بولي چې له همدې امله د سولې په پروسه کې شرطونه اېږدي او ددې هر څه بیه عام افغانان پرېکوي او د جګړو اصلي بوج ددوی پر اوږو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: