پنجشنبه , اکتوبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / نشنل انټرسټ: د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی

نشنل انټرسټ: د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی

د افغانستان په تړاو د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی. نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي پاکستان تل ژمنه کوي چې د افغانستان په سوله او امنیت کې به ونډه اخلي، خو په عمل کې بیا په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په دغه هېواد کې امن مرکزونه لري. دغه نشریې لیکلي دي، همدا اوس هم طالبان د پاکستان پراخ ملاتړ له ځان سره لري او دغه ډله په پاکستان کې امن مرکزونه لري، خو بیا هم پاکستان له افغان حکومت سره د همکارۍ تشې ژمنې کوي. نشریه همدا راز لیکي د برید له پلانونو نیولې چې په پاکستان کې جوړېږي ان تر هغه چاوېدونکو توکو چې په افغانستان کې چاودنه ورکول کېږي په پاکستان کې تولیدېږي. نشنل انټرسټ لیکي چاودېدونکي توکي له قاچاقي لارو راوړل کېږي خو پاکستاني عسکر یې پر وړاندې اقدام نه کوي. سرچینه کاږي تر هغه چې پر پاکستان فشارونه ډېر نه شي او دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړه را و نه ګرځول شي افغانستان کې د ثبات او سولې راوستل ګران کار دی.

3 تبصرې

  1. mvi [url=https://casinolucky.us.org/#]free vegas slots online[/url]

  2. Comment: The suppressants in my Life Р Р†Enlargment ExercisesР Р† ebook. buy cialis online safely place of some men, old residents may present climb ED.

  3. single crop daily to and on the time of virgin. buy generic cialis online edsmrl Zsnimk cnhtzn

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: