د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شیشم باغ په سیمه کې نن له غرمې وړاندې د تېلو په یوه پمپ کې اور لګېدنې لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایي د پېښې له ځایه د ننګرهار سیمهییز روغتون ته ۱۰تنه ټپیان وروړل شوي وو چې په خبره یې دوو تنو یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
ښاغلی خوګیاڼی وایي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو په خبره یې چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
خوګیاڼی زیاتوي چې پېښه په یوه موټر کې د ګازو د اچولو پر مهال رامنځته شوې ده.