سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: هاوان مرمۍ شپږ ملکي کسان وژلي دي

ننګرهار: هاوان مرمۍ شپږ ملکي کسان وژلي دي

په ننګرهار کې په یوه کور کې د هاوان د لګېدو له امله شپږ کسه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پېښه په شیرزادو ولسوالۍ کې شوې ده او د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې هاوان ګولۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، طالبان وخت ناوخت په دغه سیمه کې مزایل او هاوان ګولۍ توغوي چې د ملکیانو د تلفاتو سبب ګرځي. د نوموړي په وینا دغه ګولۍ له یوې پوستې سره نږدې په یوه کور کې لګېدلې چې د یوې کورنۍ شپږ غړي یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شوو کې یوه ښځه او پنځه ماشومان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: