پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار ولایت کې هوایي برید ټول ملکي وګړي وژلي دي

ننګرهار ولایت کې هوایي برید ټول ملکي وګړي وژلي دي

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې د جمعې په مازیګر شاوخوا څلور بجې د سپرلۍ پر یوه موټر هوایي برید شوی، چې د ځایي خلکو په وېنا په دغه برید کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی هم پېښه تاییدوي، خو وایي، چې په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د برید موخه وسله وال طالبان وو.
بل لور ته د ملي امنیت له ۰۲ قطعې څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد برید کې د یوه قومندان خوازک په ګډون ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د وسله وال طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په برید کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: