یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: په یوه موټر بم برید کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

ننګرهار: په یوه موټر بم برید کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

د غني خېلو لسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن غرمه دولس بجې او ۳۰ دقیقې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وایي نن غرمه د غني خېلو ولسوالۍ مقام ته څېرمه د ملي امنيت په قرارګاه موټر بم بريد شوی دی.


هغه وایي وسله والو د ډله ييز بريد پلان درلود خو د موټر بم بريد سره ټول بريدګر هم وژل شوي.
د هغه په وينا بريد مرګ ژوبله هم لري خو تر اوسه معلومات کره نه دي.
خو نورې سرچینې وایی چې په برید کې تر ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: