چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / بين المللي / نن د ترکیې په ایاصوفیه جومات کې د جمعې لمونځ ادا کیږي

نن د ترکیې په ایاصوفیه جومات کې د جمعې لمونځ ادا کیږي

له ۸۶ کلونو وروسته نن د ترکیې په ایاصوفیه جومات کې د جمعې لمونځ ادا کیږي. یوه اوونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ ایا صوفیه د موزیم پر ځای نور په جومات بدله شي. دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه. همداشان نن په ټوله ترکیه کې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې د شکرانې دعا هم وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: