سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / نن متحده عربي امارات او اسراییل په رسمي توګه ځینې هوکړې لاسلېکوي

نن متحده عربي امارات او اسراییل په رسمي توګه ځینې هوکړې لاسلېکوي

د راپورونو له مخې نن به د امریکایي چارواکو په مشرۍ د اسراییلي لوري یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته رسېږي. په دغه پلاوي کې له امریکا د ټرمپ زوم او سلاکار جراد کوشنر، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار او نور لوړپوړي چارواکي شامل دي. همدا راز د اسراییلو د بېلو سکتورونو استازي په دې سفر کې اماراتو ته ځي او ځینې هوکړې رامنځ ته کېږي. ویل کېږي چې دواړه لوري به د سوداګرۍ، روغتیا، اړیکو د پراختیا، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړونو مسایلو په اړه توافق کوي. اماراتو او اسراییلو تر هغه وروسته د اړیکو د ښه کولو لپاره اقدامات پیل کړل، چې امریکا یې ترمنځ منځګړیتوب وکړ او دواړه هېوادونه یې وهڅول چې په خپلو کې ښې اړیکې ولري او د سیمې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: