چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / نوښار: پولیس وایي پر یوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کوونکی او قاتل یې نیولی

نوښار: پولیس وایي پر یوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کوونکی او قاتل یې نیولی

د نوښار د پولیسو مشر نجم الحسنېن د اګست پر ۱۷مه خبري غونډې ته وویل چې هغه کس سید ولي نومېږي چې د جانان په نامه مشهور دی او د باجوړ دی.
نجم الحسنېن وویل چې دا کس د وژل شوې ماشومې ګاونډی دی او خپل جرم یې منلی دی.
خو نوموړی به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدالت ته وړاندې کېږي او که هلته یې جرم ومانه نو بیا به یې مقدمه پرمخ ځي که نه نو پولیس به ورڅخه نورې پلټنې کوي.
په رسالپور تاڼه کې محرر محمد ولي د اګست پر ۱۶مه رسنیو ته وویل، د ماشومې پلار عمران خان پولیسو ته په رپورټ کې لیکلي چې لور یې د اګست پر ۱۵مه ماسپښین د لوبو لپاره له کوره بهر وتلې وه او وروسته ورکه شوه.
د نوموړي په خبره، د ماشومې مړی د چرګانو په یو فارم کې په بورۍ (ګونۍ یا بوجۍ) کې موندل شوی دی.
ده وویل، “عمران خان په خپل رپورټ کې ویلي چې د اګست پر ۱۵مه شاوخوا درې بجې یې لور د لوبو لپاره بهر ووته خو د مازیګر تر څلور نیمو بجو چې کور ته ورنغله نو دوی ورپسې ووتل. هلته ورته چا وویل چې نېږدې د چرګانو په فارم کې په یوه بوجۍ کې مړی پروت دی. دوی چې لاړل او هلته یې وکتل نو د ماشومې مړی په بورۍ کې وو او ورسره نېږدې دوه خښتې په وینو سرې پرتې وې.”
بلخوا پر ټولنیزو شبکو په خپره شوې ویډیو کې د ماشومې پلار عمران خان وايي چې د باجوړ اوسېدونکی دی خو له تېرې څه مودې راهیسي په حمزه رشکه سیمه کې اوسي.
نوموړي له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر اتمه هم په نوښار کې پر نهه کلن ماشوم جنسي تېری شوی وو چې تر هغې وروسته د سیمې خلکو د دې ډول پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې وه.
په پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې د پنجاب په قصور کې پر یوې اته کلنې ماشومې زینب انصاري د تېري او بیا د هغې وژنې پېښې پراخې مظاهرې پارولې وې.

2 تبصرې

  1. Hi, yeah this article is in fact nice and I have learned lot of things from it concerning blogging.thanks.

  2. Hiya, I am really glad I have found this info. Today bloggers publish only about gossip and internet stuff and this is really irritating. A good site with exciting content, this is what I need. Thank you for making this website, and I will be visiting again. Do you do newsletters by email?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: