جمعه , جولای 3 2020
کور / اقتصاد / نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد په تړاو خبر خپور کړی

نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد په تړاو خبر خپور کړی

نړيوال بانک په دې وروستيو کې د نړيوال اقتصاد وړاندوينه خپره کړه او اټکل يې کړی، چې ښايي نړيوال اقتصاد د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو له امله ۵.۲ سلنه وغورځي، خو د چين اقتصاد به د پرمختګ تمايل وساتي.د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د نړيوال بانک اقتصاد پوه ساروج ګوس وايي، د کوويد-۱۹ له امله رامنځته کېدونکې اقتصادي غورځیدو ساری تر اوسه نه وو ليدل شوی، دا ښايي له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په پرمختللو هېوادونو کې تر ټولو سخته اقتصادي غورځیدا وي. له اټکل سره سم، سږ کال به د امريکا اقتصاد ۶.۱ سلنه، د يورو استفاده کوونکې سيمې ۹.۱ سلنه، جاپان ۶.۱ سلنه، هند ۳.۲ سلنه وغورځي.
نړيوال بانک اټکل کوي چې که د چين په شمول د ارام سمندر سيمې عمده هېوادونه د کوويد-۱۹ له دوهمې څپې څخه په ښه توګه ووځي، نو د چين اقتصاد به په روان کال کې عادي پرمختګ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: