چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / نیکولاسکې:هیله من دی افغان حکومت له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی ژر تر ژره جوړ کړي

نیکولاسکې:هیله من دی افغان حکومت له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی ژر تر ژره جوړ کړي

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاسکې په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې هیله من دی افغان حکومت له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی ژر تر ژره جوړ کړي. نوموړي ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول خپلې شخصي غوښتنې شاته وغورځوي او ملي ګټې په نظر کې ونیسي. نیکولاسکې ویلي، د افغانستان کابو ۳۴ میلیونه نفوس د سولې مذاکراتي مېز ته نه شي تللی ځکه نو اړتیا ده چې داسې پلاوی جوړ شي تر څو د ټولو استازیتوب وکړي. نوموړي زیاته کړې د سولې هغه هوکړه به ګټوره او بریالۍ وي چې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې په کې خوندي شي. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې سرچینې وايي، د سولې هوکړې د لاسلیک شیبې رانږدې شوي او لنډو ورځو کې به لوی پرمختګونه وکتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: