جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هرات ولایت کې د داعش د فعالیتونو خبر ورکړل شوی

هرات ولایت کې د داعش د فعالیتونو خبر ورکړل شوی

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وایي امریکایي ځواکونو پرېکړه کړې چې له دغه ولایت ووځي خو تر څنګ یې هلته د داعش ډلې فعالیتونه هم پراخ شوي دي. په ولسي جرګه کې ددغه ولایت استازې سیمین بارکزی وایي، په دې توګه دا هڅه روانه ده چې داعش ډله هلته پیاوړې شي او امنیتي خلا رامنځ ته شي. په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې د داعش ډلې ملاتړي غواړي دغه ډله له ختیځو ولایتونو هرات ته ولېږدوي او هلته یې د ایران پر وړاندې وکاروي. دوی پر افغان حکومت غږ کوي چې د روان وضعیت پر وړاندې جدي ګامونه اوچت کړي او افغانستان د خطرناکو لوبو په میدان بدل نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: