شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند ولایت کې موټر بم برید شوی

هلمند ولایت کې موټر بم برید شوی

د هلمند ولایت ځایي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې په نهر سراج ولسوالۍ کې د کندهار-هلمند پر لویه لار د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې برید په شا تمبول شوی دی، خو د طالبانو په موټربم برید کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. ځواک وایي طالبانو غوښتل دغه لویه لار سقوط کړي او ماینونه پکې ځای پر ځای کړي خو بریالي نه شول. دده په خبره جګړې د شپې تر یوې بجې دوام وکړ او په پای کې طالبان په شا تمبول شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: