دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند: یوه وسلوال برید کې د اتمې امنتي حوزې آمر وژل شوی

هلمند: یوه وسلوال برید کې د اتمې امنتي حوزې آمر وژل شوی

هلمند کې نن ماسپښين په يوه وسله وال بريد کې د اتمې حوزې آمر او د دې ولايت د کليو بيا رغونې او پراختيا مخکینی ریيس محمد عمر قانع په ګډون يو ماشوم وژل هم شوی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه د اتمې حوزې اړوند د لښکري بازار د جامع جومات مخې ته د جمعې تر لمانځه وروسته له جوماته د خلکو د را وتلو پر مهال شوې ده.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي د بريد موخه د اتمې حوزې امر وو.

ځواک وايي دوی د عاملينو د نيول کېدو په هڅه کې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: