هندي رسنۍ وایي په افغانستان کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لا هم پاکستاني وګړي نیول کېږي او له ګڼو طالب وسله والو سره د پاکستاني حکومت پیژندپاڼې او نور کارتونه لیدل شوي دي. ددوی په خبره پاکستان لا هم خپل وګړي افغانستان ته د جګړې لپاره لېږي او د سولې په خبرو کې یې د مرستې ژمنه هسې یوه لوبه ده. هندي رسنۍ وایي د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د جګړو تر شا ده او په سرحدي ولایتونو کې پراخ فعالیت لري. سرچینې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په سیمه کې دې د پاکستان پر ورانکاریو سترګې نه پټوي.
