شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / راپورونه / هندي رسنۍ: د هند استخباراتي ادارې د احمد شاه مسعود ملاتړ کوو

هندي رسنۍ: د هند استخباراتي ادارې د احمد شاه مسعود ملاتړ کوو

د هند د بهرنیو استخباراتي فعالیتونو په اړه په تازه خپاره شوي کتاب کې راغلي چې ددغه هېواد استخباراتي ادارې یا (را) په افغانستان کې د احمد شا مسعود په ګډون درې مهم قومندانان استخدام کړي وو. دغه کتاب چې تر ډېره یې د را سازمان بهرني استخباراتي فعالیتونه څېړلي وایي چې یادې ادارې په افغانستان کې د شوروي ضد جګړې پر مهال د امریکا سي ای اې او د پاکستان د ای ایس ای له یو ځای کار او همکارۍ سخته وېره لرله له همدې امله اړ وه چې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي. سرچینه کاږي چې هند له ډاکټر نجیب سره مسستقیمه اړیکه لرله او همدا راز د احمد شا مسعود په ګډون درې مهم قومندانان یې استخدام کړي وو او ددوی ملاتړ یې کاوه. هندي رسنۍ د یاد کتاب په حواله لیکي چې د هند په استخباراتي فعالیتونو امریکا هم خبره وه او په ځینو مواردو کې یې دوی ته خبرداری هم ورکړی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: