جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هند د پاکستان سفارت نیمايي کارکوونکو ته د وتلو امر کړی دی

هند د پاکستان سفارت نیمايي کارکوونکو ته د وتلو امر کړی دی

هند په نوي ډهلي کې د پاکستان د سفارت نیمايي کارکوونکو ته د وتلو امر کړی دی. د هند حکومت ویلي چې دغه کارکوونکي او ديپلوماتان له ترهګرو سره اړیکه لري او دوی د پاکستان حکومت ته جاسوسي کوي. هندي چارواکو یاد سفارت ته خبر ورکړی چې ژر تر ژره دې په ګوته شوي ديپلوماتان او کارکوونکي له نوي ډهلي وباسي. هندي چارواکو همدا راز ویلي چې له پاکستان به هم خپل نیمايي ديپلوماتان بېرته راوغواړي. د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې بیا ترینګلې شوې دي او پر کنټرول لاین هم د ځینو بریدونو او نښتو خبرونه ورکول کېږي. پاکستان د هند پر دې اقدام غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: