سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / هند د کابل ننی برید غندلی

هند د کابل ننی برید غندلی

هندوستان په کابل کې د داعش وسله والو له لوري د سکهـ لږکیو پر عبادتځای ننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. هندوستان د یاد برید په اړه اعلامیه کې ویلي چې د هند حکومت دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له هندو او سکهـ لږکیو سره له هرې ممکنې لارې هر ډول مرستو ته چمتو دي. بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او د جنایت کارانو کار یې بللی دی. دوی وایي سوله به هغه وخت راشي چې خلک خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي نه د زور او وسلو له لارې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: