شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / وسله والو طالبانو په وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژلي

وسله والو طالبانو په وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژلي


د دې پېښې مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلی دی


د اګسټ پر ۱۱مه هم په جنوبي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې درې پوځیان ژوبل شوي و. د هغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و.
بل‌خوا د شمالي وزیرستان په میر علي کې نن سهار د لرګیو ټال کې له چادونې دوه تنه ژوبل شوي دي.
شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د بد امنۍ پېښې، بمي چاودنې او هدفي بریدونه وخت په وخت دوام لري چې پر ضد یې ځايي پښتون ژغورنې غورځنګ او مشرانو لاریونونه او جرګې کړي او له دولته‌یې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنې کړې دي.
حکومت او پوځ ویلي چې دغلته اوس امن راغلی او د لږ او ډېر داسې پېښو د مخنیوي هڅې روانې دي.

جنوبي وزیرستان کې بمي چاودنې درې پوځیان وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی.
د جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې د پولیسو مشر شوکت علي نن رسنیو ته وويل پوځي ګاډي پر ګزمه و چې د سړک غاړې ماين پر وچاودېد.
تر پېښې وروسته په سيمه کې د اېف سي، پوځ او پوليسو ګډ عمليات روان دي.

2 تبصرې

  1. you are actually a excellent webmaster. The web site loading velocity is incredible. It kind of feels that you’re doing any unique trick. In addition, The contents are masterpiece. you’ve done a wonderful activity on this matter!

  2. Great watch for the money that I paid Amazon. It was a great bargain!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: