پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو په کابل کې سناتور وژلی

وسله والو طالبانو په کابل کې سناتور وژلی

وسلوالو په کابل کې د زابل پخوانی سناتور وواژه
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پولیسو ویاند فردوس فرامرز مني چې وسلوالو بېګا ماښام په مشرانو جرګه کې د زابل پخوانی سناتور محمد حسن هوتک د کابل په پنځمه حوزه کې وواژه.
د کابل د پولیسو ویاند په خبره ښاغلی هوتک له خپل کور سره نږدې په وزیر کلا(قلعه وزیر) کې وژل شوی دی.
محمد حسن هوتک پر ۱۳۳۲ کال د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی او تر ۱۴ ټولګي یې زدکړې کړې وې.
نوموړی ښوونکی، سرښوونکی، مستوفي او تر یو څه مهال د حزب اسلامي د یوې جبهې امر هم و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: